وزيراعظم عمران خان سيمه ايزو رابطو زياتولو٬ د غربت خاتمې٬مالياتي انتظام او انصرام٬عبوري پروژې٬ډي اے اېس يو او د كاروبار آسانيو په اړه د نړيوال بانك كردار وستائېلو

اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سيمه ايزو رابطو زياتولو٬ د غربت خاتمې٬مالياتي انتظام و انصرام٬عبوري پروژې٬ډي اے اېس يو٬ د بنيادي ډهانچې پروژې او كاروبار آسانيو له د نړيوال بانك كردار ستائېلې دے۔ده دا خبره د جمعې پھ ورځ په بيجنګ كښې د دوهم بېلټ اينډ روډ فورم پھ موقع نړيوال بانك چيف ايګزېكټو آفيسر كرسټينا جيورجيا سره د ملاقات په مهال كړی۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬د خزانې صلاحكار عبدالحفيظ شېخ او د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد هم په دې موقع موجو وو۔د يادونې وړ ده وزيراعظم د بېلټ اينډ روډ فورم كښې ګډون او چينائي مشرتابه نه علاوه نورو نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونو لپاره د چين په څلور ورځنۍ دوره تللې دې۔وزيراعظم د نړيوال بانك سي اي او د هېواد اقتصادي او مالياتي حالت ښه كولو لپاره د حكومت د ګامونو څخه خبر كړو۔وزيراعظم سيمه ايزو رابطو زياتولو٬ د غربت خاتمې٬مالياتي انتظام و انصرام٬عبوري پروژې٬ډي اے اېس يو٬ د بنيادي ډهانچې پروژې او د كاروبار آسانيو له د نړيوال بانك كردار وستائېلو۔وزيراعظم د نړيوال بانك سي اي او د سماجي او اقتصادي ښه والي لپاره د اقداماتو او سماجي تحفظ پروګرام احساس په اړه هم خبر كړو۔د نړيوال بانك سي اي او د پاكستان سره ډسبرسمنټ پروګرام لينډنګ او غېر ملكي فنډنګ ترلاسه كولو لپاره د ضمانت رسنې په څانګه كښې شراكتدارۍ ته د ودې وركولو عزم پخلې وكړو