وزيراعظم عمران خان د وفاقي كابينې د ځينې غړو په وزارتونو كښې بدلون وكړو

اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي)وزیراعظم عمران خان د وفاقی کابينې د ځينو غړو په محكمو كښې بدلون كړے دے۔ ډاكټر عبدالحفیظ شیخ د خزانې په حقله وزيراعظم خپل صلاحكار او ډاکټر فردوس عاشق اعوان د اطلاعات او خپرونو ډويژن لپاره صلاحكاره مقرر كړی ده٬دغسې ډاکټر اعجاز احمد شاہ د داخله چارو وفاقي وزير اخستې شوې۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم دفتر څخه جاري شوې اعلاميې ترمخه د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدری فواد حسین له د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزارت ،غلام سرور خان د هوا بازۍ وزارت او اعظم سواتې له د پارلماني چارو وفاقي وزارت وركړې شوي دي۔د اعلاميې ترمخې د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي له د رياستونو او سرحدي چارو قلمدان وركړی شوې ٬ د دې سره د ميا محمد سومرو سره چې د هوا بازۍ كوم اضافي وزارت وؤ هغه يې غلام سرور خان له وركړے دے۔ دغسې ډاكټر ظفرالله مرزا وزيراعظم د نېشنل هېلت سروسز ريګولېشن او كوآرډينېشنز خصوصي معاون او نديم بابر د وزيراعظم د پیټروليم ډويژن خاص معاون مقرر كړې شوې دي