هندي ايالتونو راجھستان او مدهيه پردېش كښې د بارانونو لامله 22 كسان مړه شول

نوې ډيلې 17 اپرېل (اے پی پی) هندي ايالتونو راجھستان او مدهيه پردېش كښې طوفاني بارانونو په لويه كچه تباهي كړې ده او د بېلو پېښو په نتيجه كښې لږ تر لږ 22 كسان مړه شوي دي۔ د هندي ورځپاڼې راپور ترمخه د راجھستان په چتور ګړه ٬ سري ګنګا نګر ٬ اجمېر ٬ كوټا او پلاني كښې زيات باران شوې۔ د باران په مهال طوفاني سيلۍ اونې اړولې دي چې لامله ئې د ترافيك رواني ځپلې شوې ۔ د تېز باران په نتيجه كښې راجھستان كښې 6 او مدهيه پردېش كښې 16 كسان مړه شوي دي ۔