كابل كښې د دوه لاسي بمونو چاؤدنې پېښې ٬ 1 تن مړ ٬ 6 ژوبل

کابل ۔ 14 اپرېل (اے پی پی) د افغانستان پلازمينه كابل كښې د دوه لاسي بمونو چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې 1 تن مړ او د امنيتي اهلكارو په شمول 6 نور ژوبل شوي دي۔ ايراني ټي وي د افغان داخله وزارت حوالې سره وئيلي دي چی د كابل پوليس ډسټركټ نائن سيمه كښې رامخې ته شوې دې پېښه كښې د امنيتي ځواكونو ګاډې په نښه كړې شو۔ د پولیس چیف وېنا ده چې ددې پېښې په نتيجه كښې ژوبل شويو كښې 3 امنيتي اهلكار هم شامل دي