سېنېټ چيئرمېن د جاپان سفير كونينورو مټسوداسے وليدل

APP55-08 ISLAMABAD: April 08 - Chairman Senate, Muhammad Sadiq Sanjrani exchanging views with Kuninori Matsuda, Ambassador of Japan in Pakistan at Parliament House. APP

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني سره د جاپان سفير كونينورو مټسوداسے د ګل په ورځ ليدلي۔ د ملاقات په مهال د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني ووئيل چې جاپان سره د دوستۍ اړيكې په ګڼ اړخيزه څانګو كښې پراختيا وركول غواړو۔ ده ووئيل د جاپان سرمايه كار ګوادر كښې بېلا بېلو څانګو د سرمايه كارۍ موقعو څخه ګټه پورته كولې شي۔۔ د دې نه وړاندې پارلمان ته په راتګ د سېنېټ چيئرمېن د جاپان سفير هركلې وكړٶ او د جاپان حكومت لخوا په بلوچستان كښې په پېل كړې شويو منصوبو پېل كولو ئې د ده مننه وكړه ۔ د ملاقات په مهال د پارلماني فرېنډ شپ ګروپس په موثره كولو زور رواړلې شو۔ په دې موقع د جاپان سفیر د سېنېټ چيئرمېن ته ووئيل چې د جاپان حكومت د بلوچستان زده كوٶنكو ته په اعلٰې تعليمي ادارو كښې زده كړې لپاره په معاونت كولو كښې خوښي لري او زده كوٶنكو ته په د لوړو زده كړو زياتې موقعې وركولې شي