روسيه كښې د داعش دوه ترهګر ووژل شول

ماسکو ۔ 14 اپرېل (اے پی پی) روسيه كښې د سائبيريا په ټيومېن ښار كښې امنيتي ځواكونو د ترهګر تنظيم داعش دوه ترهګر وژلې دي۔ تفتیشی کمېټۍ خپل بيان كښې وئيلي چې ترهګر ټيومېن كښې يو كور كښې پټ شوي وو كوم چې امنيتي ځواكونو په يوه نښته كښې ووژل۔ ترھګرو څخه د وسلې او ګوله بارود په شمول ترهګرۍ له كارول كېدونكې نور مواد هم ترلاسه كړې شول