د ګردې نړۍ سرمايه كارو ته به سي پېك كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه وركوو

اسلام آباد ۔ 17 اپرېل (اے پی پی) پاكستان كښې د چين سفير ژاے جنګ وئيلي دي د ګردې نړۍ سرمايه كارو ته به سي پېك كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه وركوو۔ د چِین 8 كمپنۍ سي پېك كښې د جوائنټ وېنچر ترسېوري لاندې كار كوي۔ وزيراعظم عمران خان به راروان اونۍ د چين دوره كوي۔ په سوشل سېكټر كښې به په نوو منصوبو اېم او يوز لاس ليك كېږي۔ کے پی كے او بلوچستان كښې به ووكېشنل ټرېنګ سېنټرز اپ ګرېډ كوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د سي پېك په سټریټېجک ویژن د ليكلي شوي كتاب مخ كتنې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ د چين سفير ووئيل تر كال 2010 پاكستان د نړيوالې ترهګرۍ مقابله وكړه۔ د دواړو هېوادونو د ګډې هڅو په نتيجه كښې په سي پېك شرېكې پالېسۍ جوړې كړې ۔ ده ووئيل د چِین 8 كمپنۍ سي پېك كښې د جوائنټ وېنچر ترسېوري لاندې كار كوي۔ وزيراعظم عمران خان به راروانه اونۍ د چين دوره كوي۔ په سوشل سېكټر كښې به په نوې منصوبو اېم او يوز كېږي۔ ده ووئيل ګرده نړۍ كښې سرمايه كارو ته به سي پېك كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه وركوو