د کشمیر په مسئله ټول مسلمانان يو موټې دي، د آزادۍ تحریکونو ته د طاقت په زور زيان نه شي رسيدې

اسلام آباد 04 اپریل (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د کشمیر په مسئله ټول مسلمانان يو موټې دي، د آزادۍ تحریکونو ته د طاقت په زور زيان نه شي رسيدې، د مقبوضه کشمیر وګړو له د خپلواكۍ حق وركولو لپاره دې ملګرې ملتونه خپل كردار ترسره كړي، مونږ ته د جمهوریت او انسانیت درس راكوونكو ته بايد معلومه شي چې انسانیت زمونږ میراث دے، پاکستان د هند سره تاؤ ترېښوالې كښې اخلاقی ګټه ترلاسه كړې، نوې نسل له د كلتورې ورثې تحفظ او ترویج څخه خپل ځان خبرولو ته اړتيا ده۔ ده د زيارت پھ ورځ د کشمیر كلتور ، ورثې او اسلامی تاریخ په سرخط دوه ورځني کانګریس پرانستې ناستې ته وينا كوله۔د دې کانګریس اهتمام د قامی تاریخ او ادبی ورثې ډویژن، او آئی سی ریسرچ سنټر فار اسلامك هسټري آرټ اینډ کلچر او د آزاد جمو او کشمیر حکومت په ګډه كړې ۔دستورې ته د آزاد جمو او کشمیر اولس مشر سردار مسعود خان، د قامی تاریخ او ادبی ورثې وفاقی وزیر شفقت محمود، د او آئی سی ریسرچ سنټر فار اسلامك هسټری آرټ اینډ کلچر ډائریکټر پروفېسر ډاکټر حلیت ایرن او د قامی تاریخ او ادبی ډویژن سيكتر عامر حسن هم خطاب وكړو۔اولس مشر د کشمیر تاریخ او كلتور په اړه د کانګریس په وخت كولو ستائنې سره ووئيل اسلامك آرټ او کیلیګرافی زمونږ د سيمې ښكلا ده، فن د اولس څخه لرې كيدې نشي۔ ده ووئيل د کشمیر كلتور د پيړيو تاريخ لري ،د كلتورې ورثې پرله پسې تحفظ ته اړتيا ده۔ اولس مشر د مقبوضه کشمیر او فلسطین د تحریکونو حواله وركولو سره ووئيل دې تحريكونو ته د طاقت په زور زيان نه شي رسيدې۔ مقبوضه کشمیر او فلسطین مسئلو ته بايد پام لرنه وكړې شي،او دا د ملګرو ملتونو د سلامتی کونسل قراردادونو له مخې حل كړې شي۔ده ووئيل اسلامو فوبیا ښکار نړۍ ته بايد معلومه شي چې انسانیت زمونږ میراث دے۔ مونږ د درېو لسيزو راهسې د افغان كډوالو كوربتوب كوو ، نړۍ مونږ ته د جمهوریت او انسانیت درس راكوي خو كه پاکستان وي يا ترکیه اسلامي هېوادونو په ښه ډول د كډوالو كوربتوب كړې دغسې نورو هېوادونو د كډوالو لپاره خپلې پولې بندي كړې وي۔ ده ووئيل مونږ د څو لسيزو راهسې د افغان كډوالو كوربتوب كوو او د انتها خوښۍ په ضد مو كامياب جنګ كړې ۔ دا خبرې زمونږ لپاره د وياړ وړ دي۔ اولس مشر ووئيل د انتها خوښۍ په اړه چې څه په هند كښې روان دي هغه د تشویش وړ دي۔ د سیکولر هند ادعاګانې ختمېږي۔ اوسني تاؤ ترېښوالې كښې پاکستان اخلاقی ګټه ترلاسه كړې۔ده ووئيل وزیر اعظم د وړومبۍ ورځې څخه د امن خبره كړي خو چې كله د هند د اړخه جارحیت اوشو نو ځواب وركړې شوې او نيولې شوې هندي پائلوټ بيرته خپل هېواد ته لېږلو سره مونږ اخلاقی وړاندې والې ترلاسه كړې۔