د پنجاب اعلی وزير د پوليس وېن پېښه كښې د اهلكارو حق رسېدو په پېښه د افسوس څرګندونه

لاهور۔14 اپریل(اے پی پی ) د پنجاب اعلی وزير عثمان بزدار شېخوپوره كښې د پوليس وېن پېښه كښې د اهلكارو حق رسېدو په پېښه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ ده د حق رسېدليو اهلكارو كورنيو سره خواخوږي او غمرازي وكړه۔ اعلی وزير هدايت وكړو چې پېښه كښې ژوبل شويو كسانو ته دې غوره طبي آسانۍ وركړې شي۔ بلخوا اعلی وزير د پېښې په اړه انتظاميې څخه راپور هم وغوښتلو