د پاکستان ون دے کپ آخري لېګ مېچ به (نن) د پنجاب او سندھ ترمېنځه كېږي

پېنډۍ 10 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان ون دے کپ آخري لېګ مېچ به (نن) د زيارت په ورځ د پنجاب او سندھ لوبډلو ترمېنځه د پېنډۍ په لوبغالي كښې كېږي چې پكښې به كامران اكمل د پنجاب او عمر ګل د سندھ مشري كوي۔ مېچ به ډے نائټ وي او پاكستان سټېنډرډ ټائم له مخې به ماسپخښين دوه بجې پېل كېږي۔ د پي سي بي تر سېوري لاندې پاكستان كپ 2019 اختتامي پړاٶ ته رسېدلې۔ د يادونې وړ ده خېبر پښتونخوا او بلوچستان په ليګ مېچ كښې فائنل لپاره كواليفائي كړې او فائنل به د جمعې په ورځ كېږي