د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي او د وزيراعظم صلاحكار زلفي بخاري د بلوچستان وزيراعلٰی سره ملاقات ٬

اسلام آباد 15 اپریل (اے پی پی)د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار خان آفريدي د ګل پھ ورځ كوئټې ته تللې چرته چې هغه د بلوچستان وزيراعلٰی سره ملاقات كړے۔په دې موقع د وزيراعظم صلاحكار زلفي بخاري هم ده سره ملګړې ؤ ۔د كورنيو چارو دوهم وزير د بلوچستان اعلٰی وزير سره د كوئټې پشمول په ټول بلوچستان كښې د امن باوري كولو لپاره خبرې كړي اترې كړي ۔په كوئټه كښې په شوي چاودنه كښې په قيمتي ځاني زيان دوي د غم دړد څرګندونه كړې او وزيراعلٰی څخه يې په پیښه د شوو پلټنو په اړه معلومات ترلاسه كړي۔په دې موقع د پاك پوځ او پوليس اعلٰی چارواكي هم موجود وو