د كوئټې پېښې په اړه به لكه د هند بې بنسټه خبرې نه كوو۔ د چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې د بې ګناه وګړو وژل كېدو غندنه كوو٬ دا كتل دي چې د ترهګرۍ په شا فرقه واريت دې يا بهرنې لاس۔ هند كښې ټاكنې روانې دي دا مهال پاكستان له به محتاط پاتې كېدل وي۔ د نرېندرا مودی په اړه د وزيراعظم عمران خان بيان له سياق او سباق لرې وړاندې كړې شوې۔ نېب كرپشن ختمولو كښې بايد د حكومت مرسته وكړي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ملتان شاه ركن عالم كالونۍ كښې د واټر فلټرېشن پلانټ پرانستې څخه وروستو ميډيا سره خبرې

ملتان ۔14 اپریل (اے پی پی) خارجه وزير شا محمود قرېشي وئيلي دي مونږ به د كوئټې پېښې په اړه د هند په ډول بې بنسټه خبرې نه كوو۔ په دې پېښه مونږ ته اندېښنه ده۔ په پېښه كښې د بې ګناه وګړو وژل كېدو غندنه كوو۔ دا كتل دي چې ددې ترهګرۍ په شا فرقه واريت دې يا بهرنې لاس۔ ددې خيالاتو څرګندونه خارجه وزير د اتوار په ورځ د ملتان شاه ركن عالم كالونۍ كښې د واټر فلټرېشن پلانټ پرانستې څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د كوئټې پېښې په اړه مونږ له د نمود خبرې كول نه بلكې تحقيق كول دي۔ هزاره كميونټي د پاكستان مهمه برخه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وئيل په هند كښې د مئي تر 19 مې نېټې ټاكنې كېږي دا مهال به پاكستان له محتاط پاتې كېدل وي۔ د نرېندرا مودی په اړه د وزيراعظم عمران خان بيان له سياق او سباق لرې وړاندې كړې شوې۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د اپرېل په 21 مه نېټه د ایران او د اپرېل په 25 مه نېټه د چين دوره كوي۔ ده ووئيل ايران زمونږ ملګرې هېواد دې مونږ ايران سره په پوله د روانې وضعې ښه كولو هڅې كوو۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د چين اولس مشر په بلنه د چين دوره كوي۔ د خپلې دورې په مهال به وزيراعظم چين كښې نړيوال فورم كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون كوي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل پاكستان د افغانستان په معاملو كښې لاس وهنه كړې او نه به سباؤن كښې وكړي۔ مونږ د افغان امن عمل لپاره د يو سهولت كار په توګه كردار ترسره كوو او د يو ملګري هېواد په حېث مذاكراتو كښې ګډون كوو۔ د نېب په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل نېب يوه خپلواكه اداره ده كومه چې پرېكړې پخپله كوي۔ هيله ده چې د كرپشن ختمولو كښې به نېب د حكومت مرسته وكړي۔ ده ووئيل حكومت معاشي ستونزې هوارولو له هڅې كوي۔ ده ووئيل كه حكومتونه اخوا كول د مسئلې حل وې نو كوم حكومت به چلېدلې نه وو۔ ده ووئيل اولس مونږ ټاكلې يو مونږ ته هم بايد 5 كاله راكړې شي۔ 5 كاله وروستو چې اولس څه پرېكړه وكړي هغه به قبوله وي۔ ده ووئيل د اسد عمر په شمول څوك هم شړشم لاس كښې زرغونولې نه شي۔ دا به كتل وي چې د تېرو لس كلونو په مهال د اخستلې شويو ريكارډ قرضو ذمه وار څوك دي۔ ده ووئيل اسحاق ډار په مصنوعي توګه روپۍ مستحكم وساتله۔ ډالر ته مصنوعي استحكام وركولو له ئې ډالر ماركيټ ته بهر كړو چې ورسره د غېر ملكي زرمبادله پنګې د دوه اونيو پاتې شوې۔ د بلاول بھټو په اړه ده ووئيل هغه دې ټرېن مارچ وكړي٬ سندھ مارچ يا پنجاب ته راشي دا د ده سياسي حق دې ۔ د سوئيلي پنجاب په اړه ده ووئيل مونږ عزم لرو چې په دې لړ كښې مخ په وړاندې لاړ شؤ۔ ولې ځينې كسان خنډان ودروي۔ ده ووئيل سوئيلي پنجاب ته به خپل تشخص ضرور وركولې شي