د قطري حكومت اعلان كړې د 100 زره پاكستاني افرادي قوت په كوټه عملدرآمد كولو له لوظي يؤ۔ په دې به د روان كال تر پايې عملدرآمد وكړې شي۔ وزارت په درې كلونو كښې 43 لكه هنرمند او نيم هنرمند پاكستاني وګړي قطر ته لېږلي۔ سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال سید ذوالفقار بخاری اے پی پی سره خبرې

اسلام آباد ۔ 14 اپرېل (اے پی پی) سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال سید ذوالفقار بخاری وئيلي دي د قطري حكومت اعلان كړې د 100 زره پاكستاني افرادي قوت په كوټه عملدرآمد كولو له لوظي يؤ۔ په دې به د روان كال تر پايې عملدرآمد وكړې شي۔ وزارت په درې كلونو كښې 43 لكه هنرمند او نيم هنرمند پاكستاني وګړي قطر ته لېږلي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ اے پی پی سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د هېواد دننه او بهر پاكستاني ځوانانو له د روزګار موقعې رامخې ته كول د وزيراعظم عمران خان وژن دې په كوم عملدرآمد كولو له چې د سمندرې پورې پاكستانيانو وزارت بشپړه هڅې كوي۔ په دې لړ كښې پاكستان لپاره په كوټه كښې اضافې پلو پام ګرځولې شوې دې۔ ده ووئيل د حكومت هڅو سره پاكستان كښې اسلام آباد، لاهوراو کراچۍ كښې درې سهولياتي مركزونه جوړ كړې شوي دي كومو كښې چې قطر ته تللو كښې خوښي لرونكو پاكستاني افرادي قوت ته ټولې آسانۍ وركولې شي۔ ده ووئيل قطر دا ډول مركزونه په 8 هېوادونو كښې جوړ كړې دي په كومو كښې چې پاكستان هم شامل دې