د قائداعظم محمدعلی جناح وژن له مخې پاكستان اسلامي فلاحي رياست جوړول دي

APP103-17 ISLAMABAD: April 17 - Prime Minister Imran Khan addressing at the inauguration ceremony of Naya Pakistan Housing Program. APP

اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د “سټېټس كو” پلويانو او دغې څخه ګټه پورته كوٶنكو ته ماتې وركولو سره د مدينې رياست په طرز او د قائداعظم محمدعلی جناح د وژن له مخې پاکستان اسلامي فلاحي رياست جوړول دي٬ د 8 مياشتو د پرله پسې خوارۍ او هلو ځلو نه پس عام وګړي لپاره د استوګنې ارزانه منصوبه پېل شوې٬ مونږ مشكل هدف ټاكلې ٬ قام دې د سخت وخت نه ېرېږي او د ېرې حاجت هم نشته٬ په هلو ځلو كښې لاندې باندې راځي او مشكل وخت د قام قوي كولو لپاره وي ٬ په كاميابۍ سره مخ په وړاندې روان يو٬ كرپشن كوٶنكي زمانې شاته پرېښودل٬ ټولو ته دا وئيل غواړم چې د بدعنوانۍ په ضد جنګ كښې هېڅوك زمونږ څخه ګټه نشي كولې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د نوي پاكستان هاٶسنګ پروګرام پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په دې موقع وفاقي وزيران ٬ پارلماني غړي ٬ د هاٶسنګ وزارت ٬ د هاٶسنګ فاٶنډېشن او نورو اعلٰې چارواكو سره سره په لويه شمېره وګړو هم په دستوره كښې ګډون كولو۔ وزیراعظم عمران خان د خزانې وفاقي وزير اسد عمر ، د هاٶسنګ وفاقي وزير طارق بشیر چیمه ، سېكتر عمران زېب او ډي جي ته په غوره هاٶسنګ منصوبه په جوړولو مباركي وركولو سره ووئيل زمونږ د دې ډلې په محنت مونږ دې ځائ ته رارسېدلې يو ٬ په دې كښې د هاٶسنګ پحقله د ټاسك فورس هم مهم كردار لري ٬ ده ووئېل د اته مياشتو د پرله پسې هلو ځلو نه پس مونږ دې ځائ ته رارسېدلې يو او اوس به په تسلسل سره مونږ د هاٶسنګ سكيمو اجراء كوٶ او دا سكيمو نه به په ټول هېواد كښې پېل كېږي۔ وزیراعظم ووئيل 23 كاله وړاندې چې مې سياست شروع كړٶ نو هيڅ حيرانتيا نه ٶه او چې كله حكومت جوړ شو نو بيا هم كنفوژ نه ٶوم٬ ده ووئېل پاکستان يو اسلامي فلاحي رياست جورول د قائد اعظم محمد علي جناح خوب ٶ ٬ هم د دغې خوب تعبير لپاره پاكستان جوړ شوې ٶ، د قائداعظم محمد علی جناح او د علامه اقبال فلسفه ولولۍ نو ھغوي هم دا غوښتل چې يو هېواد وي چرته چې مسلمانان د نړۍ يو عظيم او مهذهب قوم جوړ شي٬ ده ووئېل د دې اصولو بنياد فلاحی ریاست ٶ۔ ده ووئيل په فلاحي او بل رياست كښې فرق دا دے چې فلاحي رياست د ټولو طبقو خيال ساتي او هم د دغې نوعيت فلاحي رياست زمونږ وژن دے ۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل لوي څښتن مونږ ته د خدمت موقع راكړې ٬ ما له څه كول دي ٬ په دې لړ كښې بيخي واضح يم او كه د هاٶسنګ دا منصوبه دومره آسانه وه نو په 70 كالو كښې به جوړه شوې وه ۔ ده ووئيل د مدينې رياست كښې حضور ﷺ پرېكړه كړې وه چې يو فلاحي رياست به وي چرته چې به بې وسو ٬ يتيمانانو ٬ بې اثرې ٬ كونډو ته هم ھغه حقونه ترلاسه وي كوم چې د ټولنې نور خلق لري ۔ ده ووئيل مونږ لمونځونه كوٶ خو مونږ ته دا معلومه نه ده چې مونږ په لمونځ كښې څه غواړو٬ په لمونځ كښې يوازې د لوي څښتن نه نېغه لاره غواړو٬ دا ډېر مهم تصور دے او هم دا لاره مونږ ته د ژوند مقصد راښائي٬ ده ووئېل حضورﷺ د انسانيت لپاره راغلے ٬ حضورﷺ انسانیت لپاره چې څه كړې داسې چا هم نه دي كړې٬ په دې رياست كښې بې وسو ٬ كونډو او يتيمانانو ته ټول حقونه ترلاسه وو۔ ده ووئيل په تېرو لسو كالونو كښې چې كوم لوټ مار شوې او رېكارډ قرضونه اخستې شوې په هغې هره ورځ 6 نيم اربه روپۍ سود وركوٶ۔ ده ووئيل كه مونږ په نيغه لاره يو نو د لوي څښتن بركت به راسره وي٬ كله چې د كېنسر روغتون منصوبه مې پېل كړه نو خلقو به ټوقې كولې٬ خو زما ايمان ٶ چې كاميابي لوي څښتن وركوي۔ ده ووئيل دلته شتمندو او عامو وګړو او بې وسو لپاره د تعليم او صحت جلا جلا نظام دے ٬ مونږ هڅې كوٶ چې د خېبر پښتونخوا په روغتونونو كښې نظام بهتر كړو خو يوازې يوه كوچنۍ ټولنه د نظام سمولو په لاره كښې خنډ شوې٬ ده ووئېل دا ھغه خلق دي څوك چې پخواني نظام څخه ګټه اخلي او ځكه ئې لاره نيولې ده۔ وزيراعظم عمران