د سېنېټ چيئرمېن د كعبې امام ډاكټر عواد الجهاني سره ملاقات

اسلام آباد ۔ 15 اپرېل (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي پاکستان سعودی عربستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ پاکستان او سعودی عربستان يو بل سره په تاريخي ٬ كلتوري او مذهبي خپلولو تړلې دي۔ په سخت وخت كښې په مرسته كولو د سعودي عربستان مننه كوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې د كعبې امام ډاكټر عواد الجهاني سره ملاقات كښې وكړه۔ په دې مهال د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ووئيل د سعودي ولي عهد اوسنۍ دورې د دوه اړخيزه مرستې يو نوې باب پرانستې دے ۔ ده ووئيل د دوه زره نه زياتو پاكستانو بنديوانو په راخوشې كولو د سعودي عربستان مننه كوو۔ د حاجيانو په كوټه كښې زياتوالې خوشبينه دے۔ ده ووئېل سعودی سرمایه کارۍ سره به پاكستان كښې د پرمختګ او سوكالۍ نوې دور پېل شي۔ ده وئيل د كعبې امام دوره ډېره مهمه ده۔ پېغام اسلام کانفرنس نړۍ ته د امن پېغام وركړې۔ ده ووئيل ترهګري اسلام سره تړل يو سازش دے۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل اسلام د امن ٬ ورورولۍ او زغم تعليم وركوي۔ ده د كعبې امام د سېنېټ د كار كولو تږلارې څخه خبر كړو۔ ده ووئيل د شریعت او اسلامی چارو په اړه قانون سازۍ كښې اسلامي نظرياتي كونسل سره مشاورت كولې شي۔ ده ووئيل د پاك هند ترمينځه د تاؤ تريخوالي وضعه كمولو كښې د سعودي ولي عهد كردار د ستائنې وړ دے۔ په دې مهال شبلي فراز ووئيل د كعبې امام د پاكستان دوره هېواد او اولس لپاره د بركت او خوشحالۍ ده۔ راجه ظفر الحق ووئيل سعودی عربستان سره عقيدت زمونږ د اړيكو د استحكام سوب دے۔ د كعبې امام د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان د اسلامي نړۍ لوئې قوت دے۔ د پاكستان او سعودي عربستان سلامتيا يو بل سره تړلې ده۔ ده ووئيل د پاکستان اهميت او پاكستانيانو سره مينه د دې ځائې د اولس سره ليده كاته په مونږ واجب دي۔ ده ووئيل د سعودي ولي عهد دوره د دې خبرې عكاسي كوي چې مونږ پاكستان ته څومره اهميت وركوو۔ سعودی عربستان او پاكستان د اسلامي نړۍ مسئلو حل له په ګډه هڅې كوي۔ د كعبې امام ووئيل پاكستان او سعودي عربستان د اسلامي نړۍ هغه مشتركه قوتونه دي كوم چې د هر سازش د مقابلې كولو صلاحيت لري