د سوډان په پايه تخت كښې عسكر تعينات شول

اسلام آباد11 اپرېل (اے پی پی) د جنګ ځپلې لوېديز افريقې هېواد سوډان پايه تخت كښې د دفاع وزارت ودانۍ نه بهر د پوځ او نور استخبارتي ادارو اهلكار تعينات كړې شوي دي۔ د برتانيې خبري اژانس له مخې د خرطوم پھ مهمو لارو هم د پوځيانو ډلې تعينات دي۔ دا تعيناتي د زيارت په ورځ په داسې وخت شوې چې كله په زرګونو سوډاني مظاهره چيانو د دفاع وزارت ودانۍ نه بهر د څو ورځو راهسې دهرنا وركوله۔ دا ګڼ شمېر وګړي د هېواد اولس مشر عمرالبشير مستعفي كېدو غوښتنه كوي۔ د سركاري مېډيا له مخې د هېواد وسله والو ځواكونو لخوا به ډېر زر يو مهم اعلان وكړې شي۔ په اولس كښې دا تاثر پېدا شوې چې عمرالبشير حكومت دې ختم كړی شي