د سري لنكا په چرچونو او هوټلو كښې د بمي چاؤدنو پېښې – 150 څخه زيات كسان مړه

کولمبو ۔ 21 اپرېل (اے پی پی) سری لنکا كښې د اتوار په ورځ د مسيحي اختر ايسټر په موقع په بېلو ګرجا ګھرو او هوټلو كښې د شوې بمي چاؤدنو په نتيجه كښې 150 څخه زيات كسان مړه او د سوؤنو په شمېر نور ژوبل شوي دي۔ د المان خپرونې ادارې ترمخه د پلازمينې كولمبو په شمول د درې بېلو ځايونو په ګرجا ګھرو كښې بمي چاؤدنې هغه مهال وكړې شوې كله چې مسيحي وګړي لوئې شمېر كښې د ايسټر عبادت كښې مشغول وو۔ د سری لنکا پوليس په درې لويو هوټلو كښې هم د چاؤدنو تصديق كړې دې۔ په دې هوټلو كښې د ملکی وزیراعظم استوګنې سره نزدې سینامون ګرېنډ هوټل هم شامل دې۔ تردې دمه ددې چاؤدنو د محركاتو او ددې په شا د ولاړو عناصرو په اړه كوم تفصيلات رامخې ته شوې نه دي۔