د اے پي پي اېم ډي محمد قمر الله چوهدري د ايران خبر رسنې ايجنسۍ (ارنا) سره مركه

APP68-24 ISLAMABAD: October 24 – (File photo) Qamarullah Chaudhry, Director International News and Video News Service, Associated Press of Pakistan Corporation (APPC), Islamabad has been assigned to look after the responsibilities of Managing Director, APPC in addition to his own duties with immediate effect and till further orders, said an office order issued by the Ministry of Information and Broadcasting. APP

اسلام آباد ۔ 17 اپریل (اے پی پی) د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان منېجنګ ډائرېكټر محمد قمر الله چوهدري وئيلي دي د پاكستان او ايران اولس ترمينځھ نزدې رابطې د دوه اړخيزه اړيكو مهمه اثاثه ده۔ د وزيراعظم عمران خان د ايران راروانې دورې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي۔ د ايران خبر رسنې ايجنسۍ (ارنا) سره مركه كښې قمر الله چوهدري ووئيل وزیراعظم عمران خان د اپرېل 21 مې نېټې څخه د ايران دوره كوي چې ورسره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي۔ ده ووئېل دواړه هېوادونه تاريخي ٬ مذهبي ٬ كلتوري او سياسي اړيكې لري۔ دواړه هېوادونه په هر سخت وخت كښې يو بل سره ولاړ پاتې شوي او په بېلو نړيوالو چارو ئې تل د يو بل ملاتړ كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان د ايران دورې په مهال به په منځني ختيځ او د پولې په معاملو هم بحث كولې شي۔ ده ووئيل د اولس ترمينځه نزدې اړيكې د دواړو هېوادونو لوئې طاقت دے۔ ده ووئيل د لوړې كچې پلاويو تګ راتګ سره هېوادونه يو بل ته نزدې كېږي او د دوه اړخيزه مرستې د زياتوالي سبب ګرځي۔ د ميډيا په كچه د مرستې مستحكم كولو په اړه قمر الله چوهدري ووئيل نوې نړۍ يوه ګلوبل ښار جوړ شوے په كوم كښې چې د ميډيا كردار ډېر مهم دے۔ اوس د ميډيا ډیجټلائزیشن ته خاص پاملرنه كولې شي۔ د لويو لويو میډیا هاوسز او نیوز ایجنسیانو باقي پاتې كېدل نورو نيوز ايجنسيو سره په مرسته او رابطو اډانه وي۔ ده ووئيل د ارنا او اے پي پي ترمينځھ د مرستې لا مستحكمولو ته اړتيا ده۔ جوائنټ کمپری هنسیو پلان آف اېکشن څخه د امريكې وتلو په اړه قمر الله چوهدري ووئيل ايران د سولييز اتومي پروګرام جاري ساتلو حق لري۔ ده ووئيل د ايران سولييز اتومي پروګرام په اړه د لوئيديز نقطه نظر په تعصب اډانه دے۔ د اے پي پي اېم ډي ووئيل جے سی پی او اے څخه د امريكې يو اړخيزه وتل كوم جواز نه لري