د اولس مشر ډاکټر عارف علوی د نېشنل آرکائیوز د سيورې لاندې ایوان صدر كښې تاریخی دستاویزات او د عكسونو نندارتون دورې پھ مهال خبريالانو سره خبرې

APP123-12 ISLAMABAD: April 12 – President Dr. Arif Alvi visiting the exhibition of Rare Documents and Photographs of Historical Significance at Aiwan-E-Sadr. APP

اسلام آباد 12 اپریل (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي د تاریخی دستاویزات محفوظولو عمل به په جدید طرز تر سره كولې شي، ایوان صدر كښې تاریخی دستاویزات او د عكسونو نندارتون كولو مقصد اولس د خپل تاریخ څخه خبرول دي دغسې چې محققین، زدكونكي او اولس ترې مستفید شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې پھ ورځ د نېشنل آرکائیوز د سيورې لاندې ایوان صدر كښې تاریخی دستاویزات او د عكسونو نندارتون دورې پھ مهال خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ نندارتون كښې د پاکستان تاریخ او ورثې په اړه زړه راښكونكې عكسونه او دستاویزات لګولې شوې وؤ كوم كښې چې د نيمې اوچې ، د پاكستان د تاریخ ، مسلمانانو هجرت، د پاکستان مؤسس هلو ځلو پشمول د آزادۍ تحریك بيل اړخونه د عكسونو د لارې رامخې ته كړې شوي، دستاویزات او تاریخی ورځپاڼې هم پھ دې نندارتون كښې شاملې دي۔ د ژوند د بيلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو په ګڼ شمير د نندارتون دوره وكړه او تاریخی دستاویزات او عكسونو كښې خوښې ولرله۔ وګړو ایوان صدر د اولس لپاره په پرانستلو او دې ډول نندارتون كولو د اولس مشر حکومت مننه كولو سره ووئيل د هېواد اعلیٰ ایوان كښې تاریخی دستاویزات او عكسونه د ستائنې وړ دي ، دې سره نه يواځې اولس ته د عكسونو او دستاویزات نيغ په نيغه د مشاهدې كولو بلكه د ایوان صدر كتلو موقع هم ترلاسه شوي۔ په دې مهال اولس مشر نندارتون كتلو له د راغليو وګړو سره ملاقات هم وكړو۔اولس مشر ووئيل د نندارتون په مهال به ایوان صدر اولس لپاره پرانستلې وي۔ ده ووئيل د دې نندارتون مقصد اولس د خپل تاریخ څخه خبرول دي دغسې چې محققین، زدكونكي او اولس دې څخه مستفید شي۔ دا نندارتون به (نن) د خالي پھ ورځ هم دوامداره وي