د اسد عمر په مشرۍ كښې د اي سي سي غونډه

اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) د کابینه اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) يوټېلټي سټورز كارپورېشن ته امر كړې چې د روژې په مهال اولس ته هر وخت په آسانۍ سره د ضرورت د څيزونو رسولو عمل دې ګړندې كړې شي او د خزانې وزارت او نېشنل بانك دې په دې لړ كښې كارپورېشن ته زياتې آسانۍ وركړي ٬۔ د اي سي سي غونډه د شورو په ورځ د خزانې وزير اسد عمر په مشرۍ كښې وشوه۔ كمېټۍ د بېلا بېلو وزارتونو او ډويژنو د تجويزونو جاج واخست۔ په غونډه كښې د ضمني او تكنيكي ضمني ګرانټس لپاره د وزارتونو او ډويژنونو په بېلا بېلو غوښتنو غور كولو سره د ھغې منظوري وركړې شوه ۔ د صنعت او پېداوار ډویژن د روژې پېكج صورتحال پحقله كمېټۍ ته تفصيلي پريزنټېشن وركړو۔ كمېټۍ يوټېلټي سټورز كارپورېشن ته امر كړې چې د روژې په مهال اولس ته هر وخت په آسانۍ سره د ضرورت د څيزونو رسولو عمل دې ګړندې كړې شي۔ اي سي سي په رمضان پېكج د عملدرامد نګرانۍ لپاره د وفاقي وزير شېخ رشید احمد په مشرۍ كښې څلور كسيزه كميټي جوړه كړه۔ د پټروليم وزارت اي سي سي ته ګرد هېواد كښې د پټروليم مصنوعاتو نقل و حمل لپاره د پاكستان رېلوے خدمات پكار راوستلو لپاره د كمېټۍ د پرېكړې عملدرامد نه خبر كړه۔ د رېلوے وزارت كمېټۍ ته ووئيل رېلوے د زيات حجم اوړلو استعداد لري او د نورو امكاناتو جاج اخستو لپاره به پټروليم وزارت سره په ګډه كار كوي۔ اي سي سي د غريبې كمولو ٬ صحت انصاف سكيم ٬ د وزيراعظم نوې پاكستان هاٶسنګ منصوبې او د نورو منصوبو په لړ كښې د اقداماتو په اړه د معلوماتو د تشهير مقصد له د ميډيا كمپائن لپاره د اطلاعات او خپرونو وزارت د تجويز اصولي منظوري وركړه۔ د خزانې وزير ووئيل د ځينې ادارو د ميزانياتي ضرورتونو د تېر كال په بجث تيارۍ كښې مناسبه تجزيه نه ده شوې كوم چې د ضمني ګرانټس د طلب سوب جوړېږي۔ ده د بېلا بېلو څانګو د مالياتي حاجتونو د مناسب بجټ جوړولو په ضرورت زور رواړو