د اسد عمر خزانې او اقتصادي چارو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ ته بريفنګ د اسد عمر خزانې او اقتصادي چارو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ ته بريفنګ

اسلام آباد 15 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وزير اسد عمر وئيلي دي چې خزانې لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كميټي به آئي اېم اېف سره د لوظنامې مسودې او په دې لړ كښې تفصيلاتو څخه خبرولې شي٬ آئي اېم اېف سره د لوظنامې په صورت كښې به پاكستان ته د شپږو نه تر اته اربه ډالرو مرسته ترلاسه كېږي٬ د فنانشل ایکشن ټاسك فورس ډله به په مئي كښې پاكستان ته راځي٬ معيشت مو رېسكيو كړې دې اوس د اقتصادي استحكام په پړاٶ كښې دې٬ د اقتصادي سلو ډاٶن نه سوا معيشت په كوټلې بنيادونو سمولو لپاره يوه لاره نشته۔ اسد عمر دا خبرې د خزانې او اقتصادي چارو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ ته د بريفنګ او ميډيا سره د خبرو په مهال وكړې۔ د كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ د چيئرمېن فياض الله په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د كمېټۍ غړو نه علاوه د اېف پي سي سي آئي او پاكستان بلډرز اېسوسي اېشن نمائندګانو او د خزانې وزارت ٬ ذيلي او د تړون لرونكو ادارو غړو ګډون وكړٶ۔ د خزانې وزیر كمېټۍ ته د بريفنګ په مهال ووئيل آئي اېم اېف سره د لوظنامې د مسودې او په دې لړ كښې ټولو تفصيلاتو څخه به كمېټي خبرولې شي۔ ده ووئيل آئي اېم اېف سره د لوظنامې په صورت كښې به پاكستان ته د شپږو نه تر اته اربه ډالرو مرسته ترلاسه شي او دې سره سره به نړيوال بانك ٬ اسيائي پرمختيائي بانك او د نورو نړيوالو مالياتي ادارو لخوا هم پاكستان سره په مرسته كښې تندوالې راشي٬ اميد لرو چې دې سره به پاكستان كښې سرمايه كاري زياته شي۔ ده ووئيل د پاكستان لخوا د پورته كېدونكو اقداماتو تفصيلات فنانشل اېكشن ټاسك فورس ته وركولې شي٬ د اېف اے ټي اېف ډله به مئي كښې پاكستان ته راځي۔ د خزانې وزير كمېټي اقتصادي استحكام او د هېواد معيشت په كوټلې بنيادونو د سمولو په لړ كښې د حكومتي اقدامات نه هم خبر كړه۔ ده ووئيل د مېنځنۍ مودې اقتصادي فرېم ورك اجراء شوې كوم چې به په هېواد كښې په كوټلې بنيادونو معيشت سمولو كښې مركزي كردار ولوبوي٬ دا اقدام د معاشي استحكام منزل ترلاسه كولو لپاره شوې دې۔ ده ووئيل اوسني حكومت په سخت وخت كښې اقتدار ترلاسه كړې دې٬ مونږ ته په ادائيګو كښې د توازن مسئله رامخې ته وه٬ برآمدات كم او درآمدات زيات ٶ٬ حكومت د سمدستي نوعيت ګامونه پورته كړي او او معيشت مو رېسكيو كړې٬ اوس مونږ د استحكام په پړاٶ كښې يو٬ ګراني ٬ د حسابات جاريه زيان او نورې اقتصادي مسئلې په ورثه كښې ترلاسه شوې دي خو د دې مسئلو په كوټلې بنيادونو حل راوباسو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل زه خپله ټولو چېمبرز ته تللې يم او ټولو شراكت دارو سره مې مشاورت كړې دې٬ د هېواد د اقتصادي حالت بهترۍ لپاره به سباون كښې هم ټولو شراكتدارو سره د مشاورت لړۍ روانه وي۔ ده ووئيل دا مهال د اقتصادي سلو ډاٶن نه علاوه مونږ سره بله لاره نه وه٬ مونږ سخت وخت څخه تېرېږو٬ اوس مونږ د استحكام په پړاٶ كښې يو٬ كه د استحكام پړاو مونږ مختصر كړو نو د كوټلي استحكام منزل به ونه مومو٬ ډېر زره به سخت وخت تېر شي