خارجه وزير سره نوي خارجه سېكتر وليدل

APP48-19 MULTAN: February 19 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mehmood Qureshi talking to media persons at Circuit House. APP photo by Qasim Ghauri

اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي سره نوي خارجه سېكتر سهېل محمود د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښې ليدلي دي ۔ د ملاقا ت په مهال د خارجه پاليسۍ په بېلا بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې شاه محمود قرېشي ووئيل سهېل محمود ډېره تجربه لرونكې او منلې شوې سفارتكار دے څوك چې هند كښې د هائي كمشنر پشمول د مهمو ذمه واريو تر رسه كولو پراخه تجربه لري۔ وفاقي وزير ووئيل د سهېل محمود د خارجه سېكتر په توګه ټاكنه خوشبينه ده۔ په دې موقع خارجه سېكتر سهېل محمود ووئيل د پاكستان په غوره مفاد كښې به خپلې ذمه وارۍ په ښه ډول د ترسره كولو هڅې كوم۔