حکومت عمر البشیر ته په سياسي پناه وركولو غور كولې شي

کمپالا 17 اپرېل (اے پي پي) د يوګنډا حكومت د سوډان معزول اولس مشر عمر البشیر ته په سياسي پناه وركولو غور كولې شي۔ د يوګنډا خارجه وزير وئيلي دي حكومت عمر البشیر ته په سیاسي پناہ كولو غور كولې شي ځكه چې د خپل اقتدار په دور كښې عمر البشير په سوئيلي سوډان كښې امن لپاره مهم كردار لوبولې٬ كه عمر البشیر ته د سياسي پناه وركولو په اړه پېشرفت اوشو نو د يوګنډا حكومت به په دې لړ كښې په لوړ كچه په سنجيدګۍ سره غور كوي۔ خارجه وزير زياته كړه چې د سوډان پوځي حكومت دې د اولسي هيلو احترام كولو سره په سوله ايز ډول اقتدار سوېلين حكومت ته منتقل كړي