حمزہ شهباز چې هر څومره چغې اوهي اېن آر او به نه وركوٶ٬ د زرداري په اومني ګروپ او د حمزه شهباز په كېس كښې زيات فرق نشته

APP95-11 ISLAMABAD: April 11 – Federal Minister for National Health Services Regulations & Coordination Aamir Mehmood Kiyani and Minister of State for Revenue Hammad Azhar addressing a press conference. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د خزانې دوهم وزيرحماد اظهر وئيلي دي حمزہ شهباز چې هر څومره چغې اوهي اېن آر او به نه وركوٶ٬ د زرداري په اومني ګروپ او د حمزه شهباز په كېس كښې زيات فرق نشته٬ د مسلم ليګ (ن) د دور په وړومبي كال كښې د روپۍ قدر 10.3 او په آخري كښې كال 17 فيصده كم شوې ٬ د قام په سترګو لاس مه اږدۍ٬ نن د ډالر په مقابل كښې د روپۍ قدر حقيقت ته نزدې دے٬ د مني لانډرنګ پحقله بيان وركولو سره حمزه شهباز د اسحق ډار ٬ حسن او حسېن نواز حقيقي څيره قام ته ورمخې ته كړې ٬ د حکومتي اقداماتو خواږه به په كال يو نيم كښې رامخې ته شي٬ حكومت شرح نمو په كوټلو بنيادونو جوړوي چې آثرات به ئې يو په دوه وي٬ زيان به پرله پسې كمېږي٬ برآمدات زتېدو عمل به هم مراحله وار وي۔ د زيارت په ورځ د صحت قامي وزير عامر محمود او پارلماني سېكترې كنول شوذب سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې حماد اظهر ووئيل لږ وخت وړاندې قام د حمزه شهباز وېنا اورېدلې څوك چې د ګرفتارۍ د ېرې كور كښې پټ ٶ او اوس ئې چغې وهلې۔ ده ووئيل د ساهيوال پېښه افسوسناكه ده خو په كوم مصنوعي ډول چې حمزه شهباز د دې پېښه حواله وركړې ارمان چې دا دړد او غم ئې ھغه وخت محسوس كړې ؤ كله چې په ماډل ټاٶن كښې د قام په لوڼو خوئېندو ګولې ورولې ۔ ده ووئيل ھغه د معيشت په شمېرو هم خبرې كړې ٬ ده ووئېل د معيشت بېړي چپٶنكو له شرم هم نه ورځي٬ نن لويو لويو ادعاګانو سره قام ته رامخې ته كېږي٬ نړيوال بانك او آئي اېم اېف چې د پاكستان معيشت په اړه كوم راپور وړاندې كړې په هغې پكښې په واضحه توګه وئيلي شوې د تېرو حكومتونو په سوب پاكستان سخت اقتصادي حالاتو او زيان سره مخ دے ۔ ده ووئيل حكومت د معيشت بحالۍ لپاره جامع اقدامات كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل حكومت د ګرانۍ زياتوالې تسليموي خو بنيادي سوب ئې د روپۍ په قدر كښې كمې دې٬ ده ووئېل په وړومبو شپږو اتو مياشتو كښې د مسلم ليګ (ن) په دور كښې د افراط زر شرح لس فيصده زياته شوې وه٬ زمونږ په دور كښې 9.4 فيصده زياته شوې خو مونږ ته 19 اربه زيان د تېر حكومت نه رامنتقل شوې۔ حماد اظهر ووئيل د روپۍ په قدر كښې د 36 فيصده كمي خبره سمه نه ده ٬ رښتيا دا دي چې د روپۍ په قدر كښې 10.8 فيصده كمې راغلې ٬ ده ووئېل د مسلم ليګ (ن) په وړومبي كال كښې د روپۍ قدر 10.3 فيصده او په آخري كال كښې 17 فيصده كم شوې ٶ۔ ده ووئيل قام ته وئيل غواړم چې د زرداري اومني ګروپ او د حمزہ شهباز كېس كښې دومره فرق نشته ٬ ځكه ھغه كله فضل الرحمان او كله آصف زرداري سره ملاقات كوي خو مونږ په دوي واضح كوٶ چې اوس به اېن آر او نه كېږي٬ په تاسو چې كوم تورونه دي قام د ھغې ځواب غواړي۔ د فېصل واوډا بيان په اړه حماد اظهر ووئيل فېصل واوډا د يو اميد څرګندونه كړې او د كراچۍ سمندر غاړې سيمې سره نزدې د تېل او ګاز پانګې ترلاسه كېدو كښې د كاميابۍ په صورت به دا د نړۍ د ګاز لسمه لويه پانګه كښې وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د اصلاحاتو په عمل كښې په اېف بي آر او نورو ادارو كښې اصلاحاتي عمل روان دې چې په سوب ئې په رېونيو كښې اضافه هم روانه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د حکومتي اقداماتو خواږه به په كال يو نيم كښې رامخې ته شي٬ حكومت شرح نمو په كوټلې بنيادونو جوړوي چې آثرات به ئې دوه چنده وي۔