اسلام آباد له سموكنګ پاكه سيمه جوړولو له ټولې ممكنه هڅې كوٶ۔ عامر محمود کیاني

APP01-15 ISLAMABAD: April 15 - Federal Minister for National Health Services Regulations and Coordination (NHSRC), Aamer Mehmood Kiani inaugurates ‘Breathe Freely Pakistan Monument’ a tobacco-smoke free zone established by the Ministry in the federal capital. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 15 اپرېل (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير عامر محمود كياني وئيلي دي چې حكومت او د صحت وزات اسلام آباد سموكنګ نه پاكه سيمه جوړولو له ټولې ممكنه هڅې كوي كوم چې اولس لپاره د صحت بخش چاپېرچل او د ښكلا په توګه د نړۍ يو ښائسته پايه تخت دے۔ ده دا خبرې پاكستان مانومنټ او لوكه ورثه د ټوبېكو سموك فري زون جوړولو دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ وفاقي وزيرووئيل اولسي ځايونه ٬ هېلت كېئر ٬ تعليمي ادارې او پبلك ټرانسپورټ سموكنګ فري جوړول باوري كول زمونږ د ټولو ذمه واري ده دغسې چې دغه ځايونه اولس لپاره د صحت وړ او سموكنګ نه پاك ماحول وركړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل نن په اسلام آباد كښې 214 پبلك ځايونه سموك فري دي۔ ده ووئيل حكومت اولس د ناوړه رنځونو نه بچ كولو لپاره اقدامات پېل كړې دي ځكه چې پاكستان د نړۍ په ھغه 15 هېوادونو كښې شامل دې چرته چې د سموكنګ په سوب صحت ته زيان رسي كوم چې په معيشټ ډېر بوجه دے۔ ده ووئيل د كال 2014 ټوبېكو سروے لمخې 14 مېلونه پاكستاني بالغ كسان په څه نه څه شكل كښې تماكو كاروي او په ځوانانو كښې د تماكو د استعمال شرح 10.7 فيصده ده۔ ده ووئيل چې د سګرېټ په ډبي د مضر اثراتو پحقله د انتباه سائز د 50 نه زياتولو سره 60 فيصده كړې شوې او په شيشه بنديز له ګامونه پورته كړې شوي دي۔