پي اېس اېل فور اخري پړاؤ پلو روان دے۔ ليګ كښې به نن ایلیمېنیټر ون مېچ كولې شي۔ د اسلام آباد یونائیټډ او کراچی كنګز ترمينځھ به سيالي وي۔

کراچی ۔ 13 مارچ(اے پی پی) د پاكستان سپر لیګ (پی اېس اېل) څلورم ايډيشن كښې به نن د زيارت په ورځ يو مېچ كولې شي۔ دا مېچ به ایلیمېنیټر ون وي په كوم كښې به چې د اسلام آباد يونائيټډ او كراچي كنګز ترمينځھ وي۔ د تفصيلات ترمخه پي اېس اېل فور اخري پړاؤ پلو روان دے۔ په دې لړ كښې به نن د زيارت په ورځ يو مېچ د ایلیمینېټر ون لوبډلو اسلام آباد یونائیټډ او کراچی کنګز ترمينځھ كراچۍ كښې كولې شي۔ د ایلیمینېټر ون ګټونكې لوبډلې مقابله به د کوالیفائر ون رنر اپ لوبډلې سره وي او د دې مېچ ګټونكې لوبډلې مقابله به فائنل مېچ كښې د کوالیفائر ون ګټونكې لوبډلې سره وي۔ ماتې خوړونكې لوبډله به ايونټ څخه بهر شي او د ګټونكې ډلې مقابله به د مارچ په 15 مه نېټه د ایلیمینېټر ټو کوالیفائر ون مېچ رنر اپ لوبډلې سره وي۔ د ایلیمینېټر ون كوؤنكو دواړو لوبډلو سرلوبغاړو مېچ كښې كاميابۍ له خپل بيانونه وركړې دي۔ هيله ده د دواړو لوبډلو ترمينځه مقابله به سخته وي۔ دا خبره دې ياده وي د دواړو ټاپ لوبډلو ترمينځه فائنل به د مارچ په 17 مه نېټه كولې شي