پاکستانې قام د ازمېښتونو نه پس د يو بهتره قام جوړېدو پلو روان دے

اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلې دي پاکستانې قام د ازمېښتونو نه پس د يو بهتره قام جوړېدو پلو روان دے ٬ په تېرو دېرشو څلوېښتو كالو كښې چې پاكستان كومو پړاؤنو څخه تېر شوے ھغې څخه قام زده كړه كړې٬ دې قام او قيادت چې په تېره مياشت كومې پرېكړې كړې په ھغې د لوي څښتن شكر كوم٬ د علم په بنياد په ټولنه كښې د ښه والي راوستو مېوه ابدي ده٬ د خواخوږۍ او احساس نه غېر علم بې سوده دے۔ د شورو په ورځ د نړيوال اسلامي پوهنتون كانووكېشن ته خپلې وېنا كښې اولس مشر ووئيل مونږ خو دا ګڼو چې هم زده كړې د هر څيز حل لري٬ ټولنه كښې كله كله د والدينو د تربيې فقدان تر نظره كېږي ٬ زه د ھغه مور او پلار مننه كوم چا چې تاسو دلته رالېږلې او په تاسو ئې خرڅونه كړې ۔ ده زده كوٶنكو او استاذانو ته ووئيل د علم په مقام خو به تاسو پوهه شوې ئې خو د علم د لارې تعين پاتې دے۔ ده ووئيل د لوي څښتن په كائنات كښې دومره علم پروت دے چې كه په لكهونو كال ژوندې پاتې شي نو هم دې علم ته نه شې رسېدلې٬ د زده كړې عمل ټول عمري جاري وي او كله نه بشپړېږي۔ ده ووئيل يو علم ھغه دے چې ترلاسه كولو نه پس انسان د خپل روزګار جوګه شي او بل علم ھغه دے كوم چې ټولنې لپاره انسان جوړوي٬ دغه علم كېدې شي چې په كتابونو كښې نه وي بلكې د ټولنې څخه ھغه ترلاسه كېدې شي۔ په دې موقع اولس مشر د حديث مبارك حواله وركولو سره ووئيل درې څيزونه داسې دي چې د انسان د مرګ نه پس هم پكارېږي٬ يو نېك او صالح اولاد چې د مور او پلار په ژوند او د ھغوي د مرګ نه پس نېك كار كوي ثواب ئې والدينو ته رسيږي ٬ده ووئېل بل ھغه علم چې په ټولنه كښې د ښېګړې بنياد لري او درېمه صدقه حېرات دے كوم چې د علم په بنياد مخ په وړاندې تګ كوٶنكو نسلونو كښې ښګړې راپېدا كوي۔ اولس مشر زده كوٶنكو ته ووئيل كوم امانت چې تاسو ته پاكستان اانټرنشنل اسلامك پوهنتون اسلام آباد دركړې د دې احسان به تاسو وركوې۔ ده ووئيل پاکستانې قام د ازمېښتونو نه پس يو بهتره قام جوړېدو پلو روان دے ٬ په تېرو دېرشو څلوېښتو كالو كښې چې پاكستان كومو پړاونو څخه تېر شوې ھغې څخه قام زده كړه كړې۔ اولس مشر ووئيل په قامونو آزمېښتونه راځي٬ د پاكستان قام د ازمېښتونو نه پس يو طاقتور قام جوړ شو