پاكستان امن غواړي ، مونږ هند سره د جنګ په ځائې تجارت او د كشمير مسئله د خبرو اترو د لارې حل كولو له خوښې لرو

اسلام آباد 15 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پاكستان امن غواړي ، مونږ هند سره د جنګ په ځائې تجارت او د كشمير مسئله د خبرو اترو د لارې حل كولو له خوښې لرو ،هند د ټول ټاكنو څخه وړاندې كومه هم كارروائی كولې شي ٬ مونږ له به چمتو پاتې كيدل وي، طالبانو سره د خبرو پھ نتيجه كښې به افغانستان كښې امن راشي، جمهوریت لپاره هر څه كولو له چمتو يم خو د كوم كرپټ او كرپشن سره به هيڅ ډول مفاهمت اونه كړې شي ، منی لانډرنګ سره پیسه د هېواد څخه بهر ته وړونكو سره به هيڅ ډول ډیل یا مفاهمت نه كېږي٬ اوس به كومه هم این آر او نه كېږي، جمهوریت نه لوئ لوئ غله په خطر كښې دي، نړۍ په پاكستان كښې سرمایه كاري كولو له چمتو ده، د قبائلی اولس لپاره د آسانيو وركولو وخت راغلې، لږ صبر به كول وي، قبائلی سيمو لپاره د این ایف سی څخه درې فیصده برخه اخستو له به سندھ او بلوچستان سره خبره كوم، د باجوړ ځوانانو له به د سود نه غير قرض، ګرډ سټېشن، تعلیم او صحت څانګه كښې 8 زره نوې نوكرۍ وركولې شي، د وړو صنعتونو لپاره به انډسټریل زون جوړولې شي، قبائلی سيمو كښې وګړي د اړې ګړې خپرولو هڅه كوي كومه به چې شنډولې شي۔ ده د جمعې په ورځ باجوړ خار كښې د پاكستان تحریك انصاف د سيورې لاندې جلسې ته خطاب كولو۔ په دې موقع د خېبرپښتونخوا وزیر اعلیٰ محمود خان، د خېبرپښتونخوا ګورنر شاہ فرمان، وفاقی وزیر مراد سعید، نور الحق قادری، علی امېن ګنډا پور، د وزیراعظم خاص مرستيال افتخار درانی نه علاوه د سيمې د قامی او صوبائی اسمبلۍ غړي او مشران هم موجود وؤ۔ وزیراعظم ووئيل نن د باجوړ خپلو ځوانانو ، مشرانو او ماشومانو مننه كوم چې دمره په لويه شمير ئې زما هركلې وكړو۔ده ووئيل نن څخه تقریباً 27 كاله وړاندې په 1992ء كښې زه دلته راغلې ووم ما بيا دې نه پس د قبائلی سيمې په اړه يو كتاب وليكلو چې پكښی د باجوړ عكسونه هم شامل وؤ۔ ده ووئيل د دغې نه پس هم ما دلته د راتللو هڅه كړې وه خو دلته حالات مشكل وؤ، نن دلته يو وارې بيا په راتللو ډير خوشحاله شوې يم۔ وزیراعظم ووئيل قبائلی سيمه كښې چې كوم جنګ شوې دې سره د قبائلی سيمې اولس ته لوئ زيان رسيدلې، د هغوي د روزګار ذريعې ، دكانونه ، كاروبار، څاروي تباہ شوې ٬ وګړو دلته څخه كډه كړې او مونږ ټولو ته معلومه ده چې د قبائلی سيمې اولس د ستونزو سره مخ شوې۔ ده په دې موقع د قرآن مجید د آیت حواله وركولو سره ووئيل د هر سخت وخت نه پس لوے څښتن آسانۍ راولي، اوس د آسانيو وخت راغلي، د قبائلی سيمو اولس به د سخت وخت څخه رابهر شي۔ ده ووئيل هند كښې ټاكنې كيدونكې دي او زمونږ بدقسمتی ده چې هند كښې يو ګوند كركې خپرولو سره ټول ټاكنو كښې كاميابې غواړي، هغوي يوه ناوړه هڅه كړې وه خو د لوے څښتن شكر دے چې پاك فضائیه د هېواد په صحیح معنو كښې دفاع وكړه۔ وزيراعظم عمران خان ووئېل پاكستانې قام امن غواړي،مونږ ټول امن غواړو، مونږ د ټولو ګاونډيانو سره امن غواړو ځكه چې مونږ له مخ په وړاندې تلل دي، مونږ د خپلو ځوانانو لپاره د روزګار موقعې راپیدا كول غواړو، ده ووئېل مونږ جنګ نه غواړو خو دا واضحه كوم چې كه چا څه غلطی وكړه نو څوك دې هم مونږ كمزوري اونه ګڼي۔ عمران خان ووئيل د كشمیر مسئله دې د خبرو اترو د لارې حل كړې شي، كشمیر كښې چې كوم ظلم روان دې ټوله نړۍ هغه ګوري۔ وزیراعظم ووئيل هند د ټول ټاكنو څخه وړاندې كومه هم كارروائی كولې شي مونږ له به چمتو پاتې كيدل وي۔ ده ووئيل ما نن د ځوانانو جذبه وليدله په دې زه ډير خوشحاله شوم، مونږ په باجوړ كښې د انټرنيټ سروس غواړو، زمونږ ځوانان ښه شعور لري۔ ده اعلان وكړو چې اسلام آباد ته تللو سره به په دې لړ كښې اقدامات كولې شي۔ ده ووئيل قبائلی سيمو كښې د جنګ له امله لويه تباهی شوي،اوس هم دلته ډير كورونه او دكانونه ويجاړ پراته دي۔ وزيرعظم ووئېل این ایف سی ایوارډ څخه به ټولې صوبې د خپلې برخې درې فیصده روپۍ قبائلی سيمې له وركوي۔ ده ووئيل پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې زمونږ حكومت دے ، د هغوې د اړخه باور دركوم چې خو سندھ او بلوچستان سره به هم خبره كولې شي چې هغوي هم درې فیصده فنډ دې لپاره وركړي ځكه چې د دې سيمې وګړو لوئ قربانۍ وركړې دي او د هغوي د قربانیو په وجه پاكستان كښې امن راغلې۔ ده ووئيل د يو مسلمان په حیث دا هم زمونږ فرض دي چې د پاتې سيمو مرسته وكړې شي، په دې لړ كښې ده د المان مثال وركړو۔ وزیراعظم ووئيل كه المان داسې كولې شي نو پاكستان ولي نه شي ، ده ووئيل كه مونږ د خپلو قبائلی سيمو مرسته اونه كړه نو زمونږ دښمن دلته اړې ګړې خپرولو له هڅې كوي او بې روزګار ځوانان به راپاروي او كه بيا په قبائلی سيمو كښې عملياتو ته حاجت پېښ شو نو 3 فیصده څخه به زيات خرڅ پرې راځي۔ وزیراعظم د باجوړ ځوانانو ته ووئيل لاندې باندې د ژوند برخه ده ، ژوند كښې ښه او خراب وخت راځي، پاكستان كښې دا مهال مونږ ټول په معاشی توګه خراب وخت څخه تيرېږو۔ده د ځوانانو څخه پوښتنه وكړه چې اووائي دا مهال په پاكستان په معاشی توګه داسې وخت ولي راغلې۔ وزیراعظم ووئيل دا پوښتنه ځكه كوم چې د ځوانانو د شعور اندازہ راته اوشي۔ ده ووئيل په 60 كلونو كښې پھ پاكستان قرض 6 زره اربه ؤ ، 60 كاله تاریخ كښې منګلا بند ، تربیلا بند ، موټر وے په شان لوئ لوئ پروژې بشپړې شوې او د پاكستان قرض 6 زره اربه وؤ خو د تيرو 10 كلونو په مهال دوه ګوندونو د هېواد قرض 30 زره اربه روپو ته رسولې۔ وزیراعظم ووئيل د هغوي دواړو 10 كلن پارټنر شپ كوم ته چې هغوي چارټر آف ډیموكریسی وئيله، مونږ ورته چارټر آف كرپشن وايو۔ ده ووئيل د دغې دواړو ګوندو 10 كلن پارټنر شپ تحریك انصاف ان سونګ یاركر سره مات كړې۔ وزيرعظم عمران خان ووئېل افغانستان كښې زمونږ وروڼه اوسېږي ، طالبانو سره خبرې اترې پېل شوې ٬ ان شآء الله راتلونكي وخت كښې به امن وي او افغانستان كښې به يو داسې حكومت جوړ شي چې پكښې به د ګرد هېواد خلق شامل وي٬ جنګ به ختم شي ٬ امن به راشي ٬ تجارت به پېل شي او ټولې منطقه كښې به سوكالي راشي ٬ ده ووئېل ھغه وخت راروان دې چې افغانستان به په خپلو پښو اودرېږي۔ ده ووېيل خپل هېواد كښې خوشحالۍ له زه مودي سره خبرو له چمتو يم٬ ايران زمونږ ګاٶنډي هېواد دې ٬ زمونږ حسن روحاني سره خبره شوې