ملائیشیا، د اسلام او پېغمبر اسلام په سپكاوي يو وګړې ته د 10 كالو زندان سزا وركړې شوه

کوالالمپور ۔ 09 مارچ (اے پی پی) ملائیشیا كښې د اسلام او پېغمبر اسلام په اړه په سوشل ميډيا د سپكاوي مواد په خپرولو يو وګړي ته د 10 كالو زندان سزا اورولې شوې ده۔ دا په دې هېواد كښې د داسې جرم په كولو وركړې شوې تر ټولو سخته سزا ده۔ پولیس انسپکټر جنرل نیو وئيلي چې په تورن لس بېل جرمونه ثابت شوي دي۔ په دې مهال په درې نورو وګړو هم دا ډول تورونه دي۔ ددوئي په مقدمو راتلونكو اوونو كښې د پرېكړې راتلو امكان دے۔