ليبيا- د خانه جنګۍ نه پس كورونو ته بېرته راغلي څلورم نيم لكه وګړي مرستې ته اړتيا لري۔ ملګري ملتونه

طرابلس ۔ 26 مارچ(اے پی پی) ليبيا كښې د اوږدې مودې خانه جنګۍ څخه وروستو كورونو ته بېرته راغلي څلورم نيم لكه وګړي فوري مرستې ته اړتيا لري۔ دا خبره كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو هائي كمشنر لخوا جاري كړې بيان كښې كړې۔ بيان كښې وئيلي شوي بېرته راغلو وګړو كښې ځينې په ويجاړو شوو كورونو كښې ژوند كوي چرته چې چاؤدلو څخه پاتې چاؤدېدونكي توكي هم شته چې لامله ئې د دوئي ژوند خطر سره مخ دے۔ د لیبیا چارواكو بېرته راغلو وګړو ته د روغتيا او تعليم په ډول د بنيادي اسانيو وركولو پلو پام ګرځولې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې لیبیا كښې د ملګرو ملتونو د مرستې مشن ليبيائي حكومت سره په ګډه د دې كسانو د روغتيا ٬ اوبو او زده كړو په ډول بنيادي اسانيو له د 202 ملینه ډالرو منصوبه فرورۍ كښې پېل كړې وه