لاهور هائي کورټ د شهباز شریف نامه د اي سي اېل نه د اوباسلو امر وكړو

لاهور 26 مارچ (اے پي پي) لاهور هائي کورټ د مسلم لیګ (ن) د صدر او پنجاب پخواني اعلٰې وزير میا شهباز شریف نامه د اېګزېټ كنټرول لسټ (اي سي اېل) څخه د اوباسلو امر كړې دې۔ د نهې په ورځ د جسټس ملك شهزاد احمد خان په مشرۍ كښې دوه كسيزه بنچ د درخواست سماعت وكړو٬ د شهباز شريف وكيل موقف خپل كړو چې نېب چې كله شهباز شريف رابللې نو شهباز شريف وړاندې شوې بيا ئې هم نامه په اي سي اېل كښې اچولې شوې ده٬ عدالت د نېب وكيل څخه پوښتنه وكړه آيا د شهباز شريف په ضد د آمدن نه د زياتو اثاثو پلټنې هم روانې دي٬ د نېب وكيل ووئيل چې د اكتوبر په 23مه نيټه د آمدن نه د زياتو اثاثو انكوائري پېل شوې كومه چې اوس هم جاري ده۔ عدالت د دواړو ډلو موقف د اورېدو نه پس د شهباز شريف نامه د اي اسي اېل نه د اوباسلو امر وركړو۔ د يادونې وړ ده چې نېب د شهباز شريف نامه په اي سي اېل كښې د شاملولو سفارش كړې ٶ او د دې نه پس داخله وزارت د پنجاب د پخواني اعلٰې وزير نامه په اي سي اېل كښې شامل كړې وه