كاناډا كښې بندونو جوړولو لپاره د چندې كمپائن د شوكت خانم روغتون د چندې كمپائن يادونه تازه كړې

اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي) كاناډا كښې بندونو لپاره د چندې كمپائن د شوكت خانم روغتون د چندې كمپائن يادونه تازه كړې٬ وېنکوور كښې يوې ماشومې هېواد سره مينې له خپلې والۍ راكړې٬ د آئي اېم پاكستان مشر احمد سيد د والو پیسې وركړې٬ دغسې سناتور فېصل جاوېد والۍ ماشومې له بېرته وركړي ۔ د نهې په ورځ د تحريك انصاف مركزي ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په وېنكوور كښې د دستورې په مهال يوې ماشومې ووئيل زما والۍ خرڅې كړئ او روپۍ په بندونو جوړولو ولګوې۔ په دې موقع سناتور فېصل جاوېد ووئيل ستا جذبه زمونږ سرمايه ده ٬ د خپلو صلاحيتونو سره به په بند جوړولو كښې برخه واخلې ٬ ستا د ايثار جذبه مثالي او قام لپاره د وياړ سوب ده۔ ده ووئيل شوکت خانم روغتون جوړولو كښې زمونږ زده كوٶنكو زياته برخه اخستې وه ٬ د شوكت خانم روغتون غوندې بند به هم جوړېږي او پاكستان به په اوبو او برېښنا كښې خودكفيل كېږي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي ٬ پيپلز ګوند او د نورو ګوندونو د كاركنانو ګډون د ستائنې وړ دے ٬ مونږ دلته د سياسي تړون نه علاوه موجود يو۔ ده ووئيل پاكستان كښې د اوبو سنګيبن بحران روان دے او د دې كمې لرې كولو لپاره لوے بندونه جوړول ضروري دي٬ ده ووئېل دیامیر بھاشا او مومند فنډ لپاره حكومت مالي ټږ لاره خپله كړې ٬ په 9 كالو كښې به دواړه بندونه جوړ كړې شي٬ وزیراعظم عمران خان د لوي څښتن په كرم ناممكنه څيزونه ممكن كولې شي ۔ دستورې ته خپلې وېنا كښې سكه لارښود غوثل سنګه او نورو هم وېنا وكړه۔ غوثل سنګه ووئيل عمران خان نورو لسو كالو لپاره وزيراعظم وينم٬ په دې موقع ده بند فنډ له لس زره ډالره عطيه كړل ٬ په وېنکوور كښې د دستورې په مهال بند فنډ لپاره 3 لكه ډالړه جمع شوې ۔ د وزیراعظم عمران خان لاسليك شوې بېټونه په 26000 ډالره نيلام شول٬ عاصم علي او محمد یحییٰ بېټونه واخستل۔ د دې كمپائن له مخې د كاناډا په بېلا بېلو ښارونو كښې دوه نيم مېليونه ډالره جمع شوې٬ په دې لړ كښې د وېنكوور نه وړاندې په