سږ كال تر 31 دسمبره به ګرځېنده قرض 225 اربه روپو ته راكوز كړې شي

اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي) د پاور ډويژن وفاقي وزير عمر ایوب خان د برېښنا په څانګو كښې اصلاحات ٬ لائن لاسز كښې كمې او د برېښنا غلا كوٶنكو په ضد د فرق نه غېر د كاروائۍ ٬ د ټرانسمېشن لائنز نظام ښه كولو٬ د ارزانې برېښنا وركړه او د واجبات وصولۍ كمپائن ګړندې كولو له د عزم څرګندونې سره وئيلي دي سږ كال تر 31 دسمبره به ګرځېنده قرض 225 اربه روپو ته راكوز كړې شي ٬ فېسکو، میپکو، کېسکو او د لیسکو كاركردګي ښه كولو لپاره به دا لا وېشلې شي ٬ په اوړي كښې به د زيات زيان په فېډرو لوډ مېنجمنټ وي٬ د هېواد د نورو سيمو د لوډشېډنګ وخت به د لږ نه لږ وي٬ د نړيوال بانك په مرسته په ټرانسفارمرز د ميټرو لګولو پرېكړه شوې ده ٬ د بلوچستان ټيوب وېلز به د لمر په توان منتقل كولې شي٬ آزاد كشمير نه به يو روپۍ لس پېسې د يونټ په سر يوزر چارجز ترلاسه كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ خبريالانو سره خپلو خبرو كښې وكړه ۔ په دې موقع د انرجي ټاسك فورس چيئرمېن ندیم بابر او د پاور ډويژن وفاقي سېكتر عرفان علي هم موجود وو۔ عمر ایوب خان ووئيل دا مهال زمونږ د برېښنا پېدواري استعداد 31 زره مېګاٶاټ دے چې پكښې 60 فيصده برېښنا په تېلو٬ ګاز او سكرو٬30 فيصده په اوبو ٬ 6 فيصده په نيوكليئر او 4 فيصده د تجديد وړ توان ذريعو څخه ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل ټرانسمېشن لائن هم ښه كوٶ٬ د مټيار نه تر لاهوره د ټرانسمېشن لائن تنصيب لپاره مالياتي معاملې ترسره كړې شوې او په يو دوو مياشتو كښې به ېې د بنياد تيګه اېښودې شي٬ ده ووئېل د ګرډ سټېشونونو حالت ښه كولو لپاره هم اقدامات كوٶ او په دې څانګه كښې سرمايه كاري زياتولې كېږي۔ ده ووئيل حكومت پرېكړه كړې چې پېسکو، کېسکو، مېپکو او لیسکو به لا تقسيمولې شي دغسې چې د دوي كاركردګي او د خدماتو وركړه ښه كړې شي۔ ده ووئيل دا مهال ګرد هېواد كښې 8 لكه 40 زره ټرانسفارمرز لګولې شوې او نړيوال بانك سره په دې لړ كښې زمونږ خبرې روانې دي چې په هر ټرانسفارمر دې ميټر ولګولئ شي، چې ورسره به ټرانسپارمر څخه د استعمال شوې برېښنا او د ترلاسه صورتحال پحقله ښه اندازه او درك ولګي او ورسره به د ټرانسفارمر د خرابۍ او لائن لاسز كښې كمي سره د ريونيو زياتولو له هم مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل تېر حكومت د الېكشن له امله قصداً د ټېرف تعين نه ٶ كړې او د نېپرا لخوا چې د ټېرف كوم تعين شوې ٶ ھغه درې روپۍ 86 فيصده د يونټ په سر ٶ خومونږ دا پرېكړه وكړه چې تر 300 يونټ د برېښنا بيعه به نه زياتوٶ٬ ده ووئېل د كمرشل مصرف كوٶنكو بلونه هم نه دي زيات كړې شوې٬ ټيوب وېلز لپاره د يونټ بېعه د لس روپو نه 5 روپۍ 35 پېسې كړې شوې ٬ ۔ په دې موقع د انرجي ټاسك فورس چيئرمېن ندیم بابر او د پاور ډويژن وفاقي سېكتر هم و