سپریم کورټ وزیراعظم عمران خان صادق او امین ګرځولې دې۔ افتخار درانی

اسلام آباد ۔ 24 مارچ(اے پی پی) د وزيراعظم خاص مرستيال افتخار دراني وئيلي دي سپريم كورټ وزيراعظم عمران خان صادق او امين ګرځولې دې۔ د شوکت خانم روغتون په ضد چې څومره هم مهم جوئي شوې ده اولس دومره زياتې مينې سره ددې تحفظ كړې۔ پاكستان كښې دا مهال كرپشن بچاؤ تحريكونه پېل شوي دي۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم خاص مرستيال افتخار دراني د وزيراعظم او وفاقي حكومت په ضد د بيانونو په ځواب كښې ووئيل د كومو خلقو كار چې كرپشن دې هغوي په وزيراعظم ټكونه كوي۔ هېواد كښې دا مهال څوك د ماما غلا بچ كوي او څوك د پلار په لوټ مار پهرا وركوي۔ د بختاور بی بی معلومات ډېر محدود دي۔ په جعلی اکاؤنټس د کارروائۍ علم كه بختاور بي بي ته وو نو تبصره به ئې نه كوله۔ ده ووئيل عابد شېر بايد د تورونو لګولو څخه وړاندې د سپريم كورټ حكمنامه لوستلې وې۔ ده ووئيل سپريم كورټ وزيراعظم عمران خان صادق او امين ګرځولې۔ ده ووئيل خورشید شاہ د ارتقائی سفر اسیر دې ځكه هغه په دې ډول بيانونو وركولو مجبور دې۔