سوډان ٬ د چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې 8 كوچنيان مړه شول

خرطوم ۔ 24 مارچ (اے پی پی) د سوډان ام درمان ښار كښې د چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې 8 كوچنيان مړه شوي دي۔ د سوډان د اشور ټی وی چېنل راپور كښې پوليس په دې اړه اطلاع وركړې۔ راپور كښې د سوډان پوليس وياند هاشم عبد الرحيم وئيلي چې كوچنيانو يوې كھلونې سره لوبې كولې چې په دغه مهال چاؤدنه وشوه چې په نتيجه كښې ئې 8 كوچنيان مړه شول۔ ده زياته كړې چې د پېښې په اړه پلټنې پېل كړې شوي دي۔