د کرائسټ چرچ نیوزی لینډ په جوماتونو بريد خفګانې دے ،اولس شمر ډاکټر عارف علوی

اسلام آباد 15 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی په کرائسټ چرچ نیوزی لینډ كښې په جوماتونو بريد د افسوس وړ ګرځولو سره وئيلي دي د کرائسټ چرچ په جومات د بريد خبر د حیرانتيا وړ او غمجن دے۔ د جمعې په ورځ خپل يو ټويټ كښې ده پھ بريد كښې په حق رسيدونكو لوړو درجو او ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا اوكړه او د ځپليو كورنيو سره ئې د يووالې څرګندونه وكړه۔