د پاکستان آسټرالیا ترمېنځه په 98 ون ډے مېچونو كښې پاكستان 32 مېچونه ګټلي او 62 بېللي٬ يو برابر او د دريو مېچونو نتيجه نه وه رامخې ته شوې

لاهور 21 مارچ (اے پي پي) د پاکستان آسټرالیا ترمېنځه په 98 ون ډے مېچونو كښې پاكستان 32 مېچونه ګټلي دي او 62 ئې بېللي دي ٬ يو برابر او د دريو مېچونو نتيجه نه وه رامخې ته شوې۔په يو اے اي كښې د دواړو لوبډلو ترمېنځه 14 مېچونه شوې چې پكښې پاكستان په 6 مېچونو كښې بريالې شوې او 8 كښې پاتې راغلې۔ د يادونې وړ ده د دواړو لوبډلو ترمېنځه په نړيوال كپ كښې 9 مېچونه شوې چې پكښې 4 پاكستان او 5 اسټراليا ګټلي٬ دغسې په آئي سي سي چېمپئنز ټرافۍ كښې دواړه ډلې په يو مېچ كښې يو بل ته مخامخ شوې چې پكښې اسټراليا بريالې شوې