د پاكستان او اسټراليا ترمېنځه به د 5 ون ډے سيريز د مېچونو وړومبې مېچ (نن) يو اے كېږي

لاهور 21 مارچ(اے پي پي) د پاکستان او آسټرالیا ترمېنځه د پنځو مېچونو د سيريز وړومبنۍ ون ډے به (نن) د جمعې په ورځ ماښام په شارجه كښې كېږي۔ د اسټراليا په ضد مېچونه به په 22 ٬ 24 ٬ 27 ٬ 29 او 31م مارچ په يو اے اي كښې كېږي۔ د قامي لوبډلې قيادت به د سرفراز په ځائ شعېب ملك كوي۔ د پاکستان په اعلان شوې 16 كسيزه قامي لوبډله كښې شان مسعود، امام الحق، عابد علی، حارث سهېل، سعد علي، عمراکمل، شعېب ملك کپتان، محمد رضوان، عماد وسیم، یاسر شاہ، محمد عباس، محمد عامر، جنېد خان، فهیم اشرف، عثمان شنواري او محمد حسېن شامل دي