د سوريه د غړيتوب معامله د راروانې غونډې برخه نه ده۔ عرب ليګ

قاهرہ ۔ 25 مارچ (اے پی پی) د عرب ليګ په راروانه غونډه كښې به د سوريه غړيتوب بحال كولو په معامله بحث كولې نه شي۔ دا خبره د عرب ليګ وياند محمود عفيفي په مصري پلازمينه قاهره كښې خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د مشرانو دې غونډه كښې په سوروي جنګ ٬ فلسطيني اسرائیلي شخړې٬ ، لیبیا كښې عدم استحكام او د يمن په وضعه د بحث امكان دې۔ د عرب ليګ راروانه كلنه غونډه د مارچ په 31 مه نېټه تيونس كښې كېږي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې عرب ليګ د جنګ ځپلي هېواد سوريه غړيتوب كال 2011 څخه معطل كړې دې