د خارجه سيكترې تهمینه جنجوعه د ایتھوپیا دوهم وزير مارکوس ټکلے ریکے سره تيلي فوني تماس

اسلام آباد 15 مارچ (اے پی پی) پاکستان او ایتھوپیا دوه اړخيزه اقتصادی او تجارتی اړيكو ته لا پراختيا وركولو ته سلا شوي دي ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه سيكترې تهمینه جنجوعه د جمعې په ورځ د ایتھوپیا دوهم وزير مارکوس ټکلے ریکے سره تيلي فوني تماس نيولې۔ د خبرو اترو پھ مهال په دوه اړخيزه اړيكو او سيمه ايز صورتحال خبرې شوي۔ خارجه سيكترې ووئيل دواړه هېوادونه خپلو كښې په مستحکمو بنیادونو اړيكې لري او د دواړو هېوادونو ترمينځه دا اړيكې د څو لسيزو راهسې د ملګرتيا او په مرسته اډانه دي۔ دوي د اقتصادی او تجارتی اړيكو لا پراختيا وركولو ته هم سلا شول۔خارجه سيكترې د ایتھوپیا دوهم وزير په سيمه ايز صورتحال او سيمه كښې تاؤ ترېښوالې كښې كمې او امن لپاره د پاکستان د هڅو پھ اړه بریف کړو۔ خارجه سيكترې د ایتھوپین ایئر لائن الوتكې پھ پېښه كښې په شوې قیمتی ځاني زيان د غم دړد څرګندونه هم وكړه۔ د ایتھوپیا دوهم وزير د ایتھوپیا سره د مرستې او د يووالې په څرګندونه د خارجه سيكترې مننه وكړه۔