د خارجه دفتر لخوا د نيوزي لېنډ په جوماتونو ترهګر بريد كښې د نورو 3 پاكستاني وګړو د شهيد كېدو تصديق ۔ پېښه كښې د شهيد شويو پاكستاني وګړو شمېره 9 ته ورسېده۔ د ډاكټر محمد فېصل ټويټ

اسلام آباد ۔ 17 مارچ (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل د نيوزي لېنډ په جوماتونو د ترهګر بريد پېښه كښې د درې نورو پاكستاني وګړو د شهيد كېدو تصديق كړې دې۔ تر دې دمه پېښه كښې د شهيد شويو شمېره 9 ته رسېدلې ده۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياند خپل ټويټ كښې ووئيل نیوزی لېنډ كښې د ترهګرۍ پېښه كښې د درې نورو پاكستاني وګړو ذیشان رضا، دده د پلار غلام حسېن او دده د مور کرم بی بی د شهيد كېدو تصديق شوې دې۔ وياند ووئيل دې پېښه كښې د شهيد شويو پاكستاني وګړو ټوله شمېره 9 ته رسېدلې۔ ده ووئيل مونږ ځپليو كورنيو سره پرله پسې رابطه كښې يؤ۔