د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال زبير محمود حيات د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل مجاهد انور خان سره وليدل

APP48-05 ISLAMABAD: March 05 - General Zubair Mahmood Hayat Chairman Joint Chiefs of Staff Committee called on Air Chief Marshal Mujahid Anwar Khan Chief of the Air Staff Pakistan Air Force at Air Headquarters. APP

اسلام آباد 05 مارچ (اے پی پی) د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال زبير محمود حيات د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل مجاهد انور خان سره د نهې پھ ورځ په ايئر هېډكوارټر كښې ليدلې دي۔د پاك فضائيه وياند له مخې د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن د پاك فضائيه پشه وره پوهه ستائېلو سره وئيلي دي چې پاك فضائيه د هېواد په دفاع كښې د وړومبي صف حېثيت لري۔ده ووئيل پاك فضائيه د دښمن سره په اوسني تاؤ تريخوالي كښې د قام هيلې ترسره كړي۔پاك فضائيه ځوانانو ته پېرزوينې وړاندې كولو سره ده ووئيل چې قام پخپلو سپاهانو وياړ لري چا چې د دښمن ناوړه مقصدونه ناكامه كړي۔په دې موقع ايئر چيف د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېتۍ چيئرمېن د پاك فضائيه آپرېشنل تيارو څخه خبر كړو۔ او د دې عزم پخلې يې وكړو چې پاك فضائيه به د كوم هم جارحيت په صورت كښې د هېواد سلامتيا او دفاع باوري كوي