د جنوبی افریقې او سری لنکا ترمينځه وړومبې يوه ورځنې نړيوال كركټ میچ نن کېږي

بنوئی 02 مارچ(اے پی پی) د جنوبی افریقې او سری لنکا ترمينځه وړومبې يوه ورځنې نړيوال كركټ میچ به (نن) د اتوار په روځ جوهانسبرګ كښې كېږي۔ دې څخه وړاندې شوې ټسټ سیریز كښې د سری لنکا ډلې جنوبی افریقې ته 2-0 سره ماتې وركړې ؤ۔ د دواړه ډلو ترمينځه په 5 ون ډے میچونو مشتمل سیریز وړومبې میچ به د اتوار پھ ورځ جوهانسبرګ كښې كېږي، دويم ميچ به په 6 مارچ سنچورین كښې كېږي ، دريم ميچبه په 10 مارچ ډربن كښې كېږي ، څلورم ميچ به په 13 مارچ پورټ الزبتھ كښې كېږي دغسې 5م او آخري ميچ به په 16 مارچ کیپ ټاؤن كښې كېږي۔ دې نه پس به د دواړه ډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي میچونو سیریز کېږي