د تهمینه جنجوعه او ایران دوهم خارجه وزير سید عباس ارغاچی ترمېنځه ټېلي فوني تماس

اسلام آباد 15 مارچ (اے پي پي) پاکستان او ایران په ټولو څانګو كښې مرستې لا مستحكمولو ته سلا شوې دي ۔ د رائيو دا اتفاق د جمعې په ورځ د خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه او د ايران دوهم خارجه وزير سید عباس ارغاچي ترمېنځه د ټېلي فوني تماس په مهال راغلې۔ د خارجه دفتر وياند د ټٶئټ له مخې خارجه سېكترې د جمعې په ورځ د ايران دوهم خارجه وزير سره ټيلي فوني تماس نيولې۔ د خبرو اترو په مهال د شريكې خوښې په چارو خبرې شوې۔ دواړو ډلو مرسته مستحكم كولو له سلا كړې۔ تهمینه جنجوعه په منطقه كښې د تاو تريخوالي كمي او امن لپاره د پاكستان د پرله پسې هلو ځلو لپاره د عزم پخلې وكړو