د امريكې او طالبانو ترمينځه په دوحه كښې خبرې اترې پائې ته ورسېدې

دوحه 13 مارچ (اے پي پي) د امريكې او طالبانو ترمينځه په دوحه كښې د خبرو اترو اوږد دور تيره ورځ پائې ته رسېدلې٬ د افغانستان څخه د غېر ملكي عسكرو ستنيدو په كرڼلاره كومه حتمي لوظ نامه اونه شوه٬ډلې د روانې مياشتې په آخر كښې خبرو اترو بيا پېل كولو ته سلا شوې٬د لوظنامې مسودې ته حتمي شكل وركولو نه پس به سياسي حل او كوټلې ډزبندۍ له د افغانانو تر مينځه بيا خبرې كېږي ۔ په خبرو اترو كښې د طالبان پلاوي مشري ملا عبدل الغنی ورور او د امريكې پلاوي مشري افغان نژاد امریکائي سفارتکار زلمې خلیل زاد كوله۔دې نه پس په يو ټويټ كښې زلمے خلیل زاد ووئيل د خبرو اترو پھ مهال ډلو كښې د ترهه ګرۍ مخنيوي اقداماتو او افغانستان څخه د غیر ملکی عسكرو ستنيدو په اړه پھ باور كولو خبرو كښې پیشرفت شوې ۔ د امن بحالۍ لپاره وضعه ښه شوې او دې خبرې ته سلا راغلې چې ټولې ډلې جنګ ختمول غواړي۔ده ووئيل د خبرو اترو پھ مهال مونږ په سم لوري پیشرفت کړې۔ده ووئيل افغانستان څخه د غیر ملکی عسكرو ستنيدو ټائم لائن او ترهه ګرۍ مخنيوي په كوټلو اقداماتو د لوظنامې مسودې ته حتمی شکل وركولو نه پس به د طالبانو او افغان ډلو سره د حکومت سیاسی حل او ډزبندۍ له انټرا افغان مذاکرات پيل كېږي۔ بلخوا د طالبانو وياند زبیح اللہ مجاهد ووئيل د خبرو اترو پھ مهال ډلو افغانستان څخه د غیر ملکی عسكرو ستونولو او سباؤن كښې د افغانستان خاوره د كوم بل هېواد په ضد د نه كارېدو په اړه پیشرفت شوې خو په ډز بندۍ او افغان حکومت سره په خبرو اترو كومه لوظنامه نه ده شوې۔ د افغانستان اولس مشر اشرف غنی په خپل ټويټ كښې هيله څركنده كړه چې د اوږدې مودې دزبندۍ لوظنامه او د طالبانو او حکومت ترمينځه نيغ په نيغه خبرې اترې به ډير زر پيل شي۔دوحه فائیو سټار هوټل رټز کارلټن كښې د شوو خبرو اترو كوربتوب قطر کوي۔ د طالبانو او امریکې ترمينځه خبرو اترو كښې ثالثی له ښه کردار ترسره كونكې د قطر مطلق بن مجاہ القحطانی يو بيان كښې وئيلي دي په دې خبره رسيدلې يو چې د 18 كلونو راهسې روان جنګ ختمول آسان کار نه دې۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې راپور له مخې د خبرو اترو د راروان دور كومه نيټه نه ده ټاكلې شوې او د امریکې نمائندہ زلمے خلیل زاد وئيلي دي زه امریکې او نړيوالو چارواكو ته بریفنګ وركولو له امریکې ته ځم۔(