د اسرائیل وزیراعظم د امريكې د لنډې دورې كولو پرېكړه كړې

واشنګټن 25 مارچ (اے پي پي) د امريكې په دوره تللي د اسرائيل وزیراعظم بینجمن نېتن ياهو وئيلي دي چې د توغندنې د بريد په نتاظر كښې زه د امريكې خپله دوره لنډولو سره هېواد ته ستېنږم۔ نېتن ياهو خپل بيان كښې په غزه د توغندني توغول يو مجرمانه فعل ګرځولو سره واضح كړې چې د دې به سخت ځواب وركولې شي۔ ده ووئيل زه هېواد ته ستنېږم چې د بحران خپله نګراني وكړم۔ ده ووئيل چې هېواد ته د ستنېدو نه وړاندې به امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات كوم