خېبر پښتونخوا كښې د ضم كيدو نه پس به قبائلی سيمو كښې هم پرمختګ او سوكالي راشي

مهمند 15 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي خېبر پښتونخوا كښې د ضم كيدو نه پس به قبائلی سيمو كښې هم پرمختګ او سوكالي راشي، د سېلګرۍ او روزګار موقعې به راپيدا شي٬ د قبائلي سيمو پرمختګ ته به خاص پام لرنه كولې شي۔ د جمعې په ورځ غلنئۍ كښې قبائلی مشرانو ته خپل خطاب کښې وزیراعظم عمران خان ووئيل ما سوچ كړې ؤ چې دا سيمې به كله او څنګه پرمختګ وكړي ، نن وخت راغلې چې قبائلی سيمو كښې پرمختګ پيل شي، د ضم كولو نه پس به د پرمختګ په اړه قبائلی سيمې وړاندې لاړې شي، دلته به تعلیم او پرمختګ راشي، قبائلی سيمې په خېبر پښتونخوا كښې د ضم کولو لوئ ګام پورته كړې كېږي، دې سره به د ځوانانو ژوند بدل شي ، دلته به سوكالي راشي۔ ده ووئيل دې عمل سره به د سيمې روایات نه بدلېږي ، ما ته معلومه ده چې د دې ځائې وګړي په اسلام قوي ايمان لري ، مونږ به د دې ځائې روايات په ځائې ساتو او دلته به موقعې وركولې شي دغسې چی ځوانانو ته روزګار ترلاسه شي ، ده ووئېل تعلیم چې عام شي نو د پرمختګ مزل به پېل شي او دلته به سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا كښې د سېلګرۍ په وجه په 5 كلونو كښې غريبي كمه شوې۔ ده ووئيل مونږ به دا ترسره كوو چې څنګه دلته فنډز خرڅ كول دي او كومې پروژې دلته پيل كړو۔ ده ووئيل د مومند بند لويه پروژه به پيل كولې شي چې ورسره به سيمې ته ګټه ورسي۔ وزیراعظم قبائلی مشرانو ته ووئيل ستاسو پھ مشاورت به سيمې پرمختګ كوي۔ ده قبائلی سيمو كښې هم د صحت انصاف کارډز جاري كولو اعلان كولو سره ووئيل صحت کارډز يو لوئ نعمت دے ٬ عامو وګړو او غریبانو له د 7 لکھ 20 زره روپو كارډ به وركولې شي چې د لارې به ئې هغوي په كوم روغتون كښې خپله درملنه كولې شي۔۔ ده ووئيل قبائلی سيمو كښې د جنګ پھ وجه وګړي د ستونزو سره مخ شوې ، اوس وخت راغلې چې د هغوي ستونزې كمي شي۔