امريكا د وسلې خرڅونكې تر ټولو لوي هېواد او سعودي عربستان اخستونكې دے

اسټاک هوم ۔ 13 مارچ (اے پی پی)سویډش تھنک ټېنک اسټاک هوم انټرنیشنل پیس ریسرچ انسټی ټیوټ كال 2018ء كښې د وسلې تجارت په حقله په خپل تازه راپور كښې وئيلي دي تېر كال امريكا د نړۍ تر ټولو لوي د د وسلې خرڅونكې هېواد او سعودي عربستان اخستونكې رامخې ته شوې۔ راپور كښې دا هم وئيلي شوي كال 2018ء كښې منځني ختيځ هېوادونو لپاره د امريكائي وسلو خرڅ زيات شوې وو۔ د راپور ترمخه د كال 2014ء څخه تر 2018ء چې څومره وسله خرڅه شوې وه د هغې د نيمې نه زياته تېر كال په دغه هېوادونو خرڅه كړې شوې ۔ راپور كښې دا هم وئيلې شوي اسرائيل هم د نړۍ تر ټولو زياته وسله خرڅونكو هېوادونو كښې شامل شوې۔ اسرائيل تر ټولو زياته وسله هند ٬ وېتنام او جمهوريه آذربائیجان له وركړې ده