چوهدری فواد حسېن سره د سعودي كلتور وزير شهزادہ بدربن عبداللہ بن محمد بن فرحان السعود وليدل

APP63-14 ISLAMABAD: February 14 - Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhry Fawad Hussain briefing media persons about the decisions taken in Federal Cabinet meeting. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 18 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي سره د سعودي عربستان د كلتور وزير شهزادہ بدربن عبداللہ بن محمد بن فرحان السعود ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال فنون او د كلتور په اړه شريكې مرستې ته سلا راغلې۔ په دې موقع دوه اړخيزه اړيكو په خاص توګه د كلتور په حقله د شريكې مرستې او همكارۍ عمل د امكاناتو جاج واخستې شو۔ خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل سعودي عرب او پاکستان د ورورلۍ په خپلولۍ تړلې شوي٬ د سعودي ولي عهد تاريخي دورې سره د دواړو هېوادونو اړيكو او اشتراك له نوې لارې پرانستلې شوې۔ ده ووئيل د كلتورونو ودې پروګرامونو سره به د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته لا نزدې شي ۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د سعودي ولي عهد او د ھغه د پلاوي د راتګ هركلې كولو سره ووئېل سعودي عربستان د اسلامي فنون مېله كول غواړي چې پكښې به د پاكستان نوموړي هنر مندان او موسيقاران بللې شي۔ ده ووئيل پاكستان او سعودي د كلتور او فنون په اړه مرستې له يو شمېر موقعې لري