چوهدري فواد حسېن او پيرنورالحق قادري سره د مراكش سفير وليدل

اسلام آباد 19 فروري(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او د مذهبي چارو وفاقي وزير پيرنورالحق قادري سره د مراكش سفير ليدلي۔ د مراكش سفير په پاكستان كښې د جومات د امامانو او خطيبانو په مراكش كښې په تربيې كښې د معاونت وړاندېز كړې۔ د اطلاعاتو او مذهبي چارو وزير لخوا د وړاندېز او تجويز هركلے وكړو۔ وفاقي وزيرانو د دواړو ورڼو اسلامي هېوادنو ترمينځه اړيكې لا قوي او پراخا كولو له د عزم څرګندونه وكړه۔ وفاقي وزير پير نورالحق قادري ووئيل چې اسلام د امن دين دې۔ د اطلاعاتو وزير د دواړو هېوادونو ترمينځه د كلتور په څانګه كښې د مرستې زياتولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل د كلتوري تبادلو سره به د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته نور هم رانزدې شي۔ د مراكش سفير د دواړو هېوادونو ترمينځه معاشي٬ تجارتي٬ كلتوري٬ مذهبي او د سېلګرۍ په څانګو كښې د مرستې په حاجت زور راوړو۔ د اطلاعاتو او خپرونو په اړه د سېنېټ د قائمه كمېټۍ چئيرمېن فېصل جاوېد عباسي هم په دې موقع موجود وو